د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې د
بهرنيو چارو وزير سيرګي لاوروف او د ايران خارجه وزير حسين امير عبداللهيان د جنورۍ
په ۲۰مه نېټه په مسکو کې ليدنه کړې او د ايران د هر اړخيز ذروي تړون په اړه يې خبرې
او سلا مشورې کړي دي.
دواړو وزيرانو ويلي، چې له روسيې څخه د ايران ولسمشر ابراهيم رايسي کتنه د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکې نوي پړاو ته رسوي او باور يې ښودلی، چې د خپلمنځي هراړخيزو همکاريو د ژورتيا لپاره به ټينګ بنسټ برابر کړي.
دواړو خواوو په دې موافقه کړې، چې د ايران ذروي تړون د اټومي وسلو د نه خپرېدو په تړاو يو مهم تړون دی، دواړه خواوې به په پر له پسې ډول په دې تړون کې د ايران او امريکا د بيا ګډون او د دې تړون د عادي پلي کېدو لپاره هڅې وکړي. (شکريه)