په چين کې بهرنۍ پانګونې نوی ريکارډ ټينګ کړی
CMG2022/01/21 09:57:39
شريکول:

په يوه هېواد کې د بهرنۍ پانګونې اندازه، د همغه هېواد د ورخلاصون د سويې ښودنه او د اقتصادي حالاتو څرګندويي کوي. د چين سوداګرۍ وزارت د جنورۍ په ۱۳مه نېټه د يوې تازه شمېرې په خپرولو سره څرګنده کړې، چې په چين کې د تېر ۲۰۲۱م کال د بهرنۍ پانګونې عمومي اندازه يو زر او سل ميليارډو ژن مين بې يوانو ته رسېدلې، چې دغه شمېر د ۲۰۲۰م کال په پرتله په سلو کې څوارلس اعشاريه نهه زياتوالی ښيي.

ځينو نړيوالو ارګانونو د نړيوال اقتصاد د زياتوالي د اټکل اندازې کمې کړي، خو د چين پر اقتصاد يې پوره باور څرګند کړی دی. نړيوال بانک څو ورځې مخکې د نړيوال اقتصاد د ارزيابۍ راپور خپور کړی او پکې يې ويلي، چې د اټکل له مخې به په ۲۰۲۲م کال کې د چين د کورنيو توليداتو د زياتوالي انډول په سلو کې پنځه اعشاريه يو وي، چې دغه شمېر د نړيوال اقتصاد د زياتوالي له انډول څخه لوړ دی. له دغه راپور څخه څرګندېږي، چې بهرنۍ تصدۍ په تودو احساساتو په چين کې پر پانګونې ټينګار کوي او نړيواله ټولنه د چين د اقتصاد پر راتلونکي ټينګ باور لري.

د چين د سوداګرۍ وزارت له يادې شمېرې څخه څرګندېږي، چې په تېر ۲۰۲۱م کال کې په دغه هيواد کې بهرنۍ پانګونې نوی ريکارډ ټينګ کړی او په چين کې د (( يو کمربند او يوې لارې)) پر غاړه د پرتو هېوادونو او د جنوب ختيځي اسيا د هېوادونو د ټولنې د غړيو هېوادونو د پانګونو د زياتوالي انډول د نورو خواوو په پرتله ډېر لوړ دی.

چين د ډېرو بهرنيو تصديو لپاره د ګټو د زياتوالي اېنجن ګرځېدلی دی.

 د بويهرينګير ـ انجيلهيم په نوم د بيولوژيکو درملو شرکت مرستيال ګاو چي فې وايي،  چې د نړيوال کېدو پر لور له چيني ملګرو سره د همکاريو له لارې د ګډ پرمختګ موندل او په چين کې د نوښت پر بنسټ د ځايي ناروغانو او مشتريانو د اړتياوو پوره کول، د دوی د ياد شرکت لپاره ډېر اهميت لري.

د چين په لوی بازار کې د بهرنيو پانګونو نوی منفي لېست د ۲۰۲۲م کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه عملي شوی دی.

 د چين د سوداګرۍ وزارت وياندې په دې اړه وويل، چې چين به باکيفيته ورخلاصون پر له پسې پياوړی او د بهرنيو سوداګرو د پانګونو لپاره به لا ښه چاپيريال برابر کړي او له دې لارې به د بهرنيو پانګوالو توجه راجلب کړي.

نوموړې وويل، چې چين به ياد لېست ډېر ښه عملي کړي او په ازادو تجارتي حوزو کې به د بهرنيو پانګونو منفي لېست ته د عمل جامه ور واغوندي.

چين به د بهرنيو پانګوالو د هڅونو د چارو لېست تعديل او غني کړي، څو د عصري توليدي چارو، عصري خدمتي چارو، عصري او عالي تخنيکونو، د انرژۍ د سپما او چاپيريال ساتنې او ډېجيټل اقتصاد په شمول نويو برخو کې او د چين په منځنيو او لوېديځو سيمو کې د بهرنيو پانګو د کارولو اندازه زياته شي. دغه راز، چين به بهرنيو تصديو ته د چيني تصديو په شان برابر او مساوي امتيازونه ورکړي او د بهرنيو سوداګرو حقه حقوق به وساتي، څو په چين کې د بهرنيو پانګوالو وړاندوينه رښتينې او باورونه يې ټينګ شي.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ څو ورځې مخکې د نړيوال اقتصادي فورم د ۲۰۲۲م کال په کلنۍ ويډيويي غونډه کې وويل، چې چين به پر ورخلاصون ټينګار وکړي. د نوموړي دا خبره نړيوالو تصديو ته د چين د تود هرکلي نښه ده.

چين به د ((يو کمربند او يوې لارې )) د ګډې ابادۍ له پياوړتيا سره سم د افغانستان په شمول زياتو هېوادونو ته د پرمختګ ډېر فرصتونه برابر کړي.