د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د
ملګرو ملتونو د ۷۶مې عمومي اسمبلې رئيس عبدالله شاهد د جنورۍ په ۲۰مه نېټه د
يوې بيانيې په خپرولو سره له ټولو غړو هېوادونو څخه غوښتنه کړې، چې د بېجينګ د
اولمپيک ژمنيو لوبو او د پارالمپيک ژمنيو لوبو په ترڅ کې د اوربند پرېکړه ليک
مراعات کړي.
نوموړي وويل، اوربند د اولمپيک لوبو اصل دی. د ۱۹۹۳م کال په اکتوبر کې، د م.م عمومي اسمبلۍ کې هغه پرېکړه ليک تصويب شو، چې د شخړو بېلا بېلې خواوې دې د اولمپيک لوبو له پيل اوه ورځې مخکې او له پای ته رسېدو تر اوه ورځو پورې اوربند وکړي.
د پروسږ کال په ډسمبر کې، د م.م په ۷۶مې عمومي اسمبلۍ کې له غړو هېوادونو څخه غوښتنه وشوه، چې د ۲۰۲۲م کال د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو له پيل اوه ورځې مخکې او د بېجينګ د پارالمپيک ژمنيو لوبو له پای ته رسېدو تر اوه ورځو پورې دې د اوربند پرېکړه ليک مراعات کړي. (شکريه)