د چین پر حکومت د چینایانو اعتماد او باور په نړۍ کې لومړی مقام خپل کړی
CMG2022/01/21 11:25:59
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، ايډمن د نړۍ د سروې تر ټولو لوی شرکت د جنورۍ په ۱۸مه نېټه د ۲۰۲۲م کال د اعتماد او باور راپور خپور کړی، چې له مخې يې په ۲۰۲۱م کال کې د چین پر حکومت د چینایانو د اعتماد او باور انډول ۹۱ سلنې ته لوړ شوی او د وړم کال په نسبت ۹ سلنه زیاتوالی ښيي او دغه شمېر يې د نړۍ لومړی مقام ساتلی دی. دغې سروې د هېواد د عمومي اعتماد او باور انډول په برخه کې، د چین شمېر ۸۳ سلنه ښودلی او د وړم کال په نسبت ۱۱ سلنه زیات شوی، او بيا يې هم په نړۍ کې لومړی ځای خپل کړی دی. 

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند جاو لي جیان د جنورۍ په ۲۰مه نېټه په دې اړه وويل، چې پر خپل هېواد او حکومت د چینایانو د اعتماد او باور په تېرو څو مسلسلو کلونو کې د نړۍ لومړی ځای خپل کړی، دا د حیرانتیا وړ خبره نه ده، ځکه د چین د کمونيست ګوند او حکومت تل د خلکو اړتیاوو ته لومړیتوب ورکړی او د وګړیو د بېلا بېلو حقونو د ساتلو لپاره يې اغېزمن تدبيرونه نیولي دي. (هيله)