د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د جنورۍ په ۲۰مه نېټه مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې چين له قزاقستان سره نژدې تماس لري او د دغه هېواد د غوښتنې له مخې به تر خپلې وسې پورې ورته مرستې برابرې کړي.
قزاقستان په دې وروستيو کې څرګنده کړې، چې د چين په شمول ځيني هېوادونو د پوځي مرستو په ګډون د مرستو نيت ښودلی دی، خو د قزاقستان د قانون له مخې دغه هېواد له ډله ييز امنيت تړون سازمان پرته د نورو هېوادونو پوځي مرسته نشي منلای.