د چین نړیواله اغېزه مخ په زیاتېدو ده
CMG2022/01/21 17:37:06
شريکول:

      د چین د دولت رئيس شي جین پينګ د جنورۍ په ۱۷مه نېټه له بېجینګ څخه په انلاين ډول د نړیوال اقتصادي فورم په ويډيويي غونډه کې ګډون او په خپلو خبرو کې يې وويل، چې د زمانې د سترو بدلونونو او د کرونا وبا له امله، د نړۍ پر وړاندې سختې ننګونې موجودې دي او نړۍ يې د ګډوډۍ او بدلون نوې دورې ته داخله کړې ده.

نوموړي د دغو ننګونو د ليرې کولو په اړه څلور وړانديزونه وکړل، چې لومړی، بېلا بېل هېوادونه او سيمې دې د کرونا وبا ضد د مبارزې لپاره اوږه په اوږه هڅې وکړي. دوهم، نړیواله ټولنه دې د اقتصاد د بیا احیا لپاره په ګډه هڅې وکړي.درېيم، د ګردې نړۍ پرمختګ دې وهڅول شي. څلورم، ټول هيوادونه دې د سړې جګړې نظريه پرېږدي او نړیواله ټولنه دې ګډ سوله ييز ژوند وکړي.

  د سي ام جي خبريالې د رئيس شي جين پينګ د يادو وړانديزونو په اړه د کابل پوهنتون له استاد محمد حامد همدرد سره مرکه وکړه. ښاغلي محمد حامد وويل، د چین ولسمشر شي جین پینګ د نړۍ له ډیرو مهمو مشرانو او رهبرانو څخه دی چې نه یوازې د چین بلکې د نړۍ، منطقې او سیمې د هیوادونو د پرمختګ او هوساینې په اړه فکر کوي، د چین اقتصاد او د هغه لا ښه والی په داسې اشخاصو پورې اړه لري چې هم د ځان بساینې او هم د نورو هیوادونو هوساینې ته ژمن او سخت کارونه وکړي. د کرونا وبا په وړاندې د چین دریځ د ستایلو وړ دی او موږ هیله لرو چې ټوله نړۍ اوږه په اوږه یو د بل په څنګ کې ودریږي او نړۍ له دې وبا پاکه شي.

استاد محمد حامد په اشارې وويل، چې اوس د افغانستان په وړاندې خورا زیاتې ستونزې موجودې دي، اقتصادي سقوط، د نړۍ په رسمیت نه پېژندل، د تحصلي بنسټونه نه فعالیت د روغتیایي خدمتونه نشتون او داسې نور. د رئيس شي جين پينګ دا شان وړاندیزونه ګټور دي، هغه وخت خورا مثبت رول لوبولی شي چې چین تر نورو هیوادونو لومړی قدم واخلي یعنی له اوسني نظام سره ښه تعامل وکړي او د مرستو کچه نوره هم پراخه کړي. د چین ګټورې تجربې د نورو هېوادونو لپاره هم مثبت ارزښت لري.

رئيس شي جين پينګ له ۲۰۱۷م کال راهيسې د نړیوال اقتصادي فورم په غونډو کې درې ځلې مهمې ویناوې کړې او پر څواړخيزم او د نړیوال پرمختګ پر هڅونې د ټينګار په اړه د چین دريځ يې څو ځلې تائيد کړی دی.

استاد محمد حامد په دې اړه وويل، چې چین په ډیر ښه لور روان دی، په سیمه کې ښه ګاونډیتوب پالي، په نړیواله توګه ښه دریځ لري. د رئيس شي جين پينګ ویناوې د ګردې نړۍ ډېر د پاملرنې وړ دي او ترې ښکاري، چې د چین نړیواله اغېزه مخ په زیاتېدو ده. چین به هرومرو ښه راتلونکی ولري.