د انسانانو د روغتيا لپاره د چين د واکسین مهم رول
CMG2022/01/22 15:16:31
شريکول:

 

واکسین د وبا د له منځه وړلو او د اقتصاد د بیا رغولو لپاره یوه پیاوړې وسله ده.

د کرونا وبا له رامنځته کېدو راهيسې، چين تل د دې وبا پر وړاندې د مبارزې او د ستونزو د له منځه وړلو لپاره له ټولو خواوو سره يو ځای شوی دی. تر اوسه پورې، چين څه دپاسه ١٢٠ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو ته څه دپاسه دوه مليارډه دوزه د کرونا وبا ضد واکسينونه برابر کړي او هغه هېواد دی، چې نړۍ ته تر ټولو زيات د کرونا وبا ضد واکسين چمتو کوي. چين تل د انسانانو د روغتيا د ګډې ټولنې پر مفکورې ټينګار کړی او له ټولو خواوو سره يې په ګډه کار کړی دی.

د چين دولت رئيس شي جين پينګ په فعاله توګه د کرونا وبا ضد نړيوالې همکارۍ ته وده ورکړې او د واکسين په برخه کې یې د نړيوالې همکارۍ عملياتي پلان وړاندې کړی، چې د وبا پر وړاندې د نړيوالې ټولنې د مبارزې لپاره خدمت کوي. رئيس شي جين پینګ د ۲۰۲۰ کال په مۍ مياشت کې د روغتيا په ۷۳مه نړيواله غونډه کې ژمنه کړې، چې  د کرونا ضد چيني واکسين به له څېړنې، توليد او استعمال وروسته نړيوال عامه توليد وګرځوي او دا به د پرمختيايي هېوادونو لپاره خدمت وي.

 رئيس شي جين پینګ د ۲۰۲۰ کال په سپتمبر مياشت کې د م م د ۷۵مې عمومي اسامبلې په عادي مباحثوي غونډه کې وويل، چې د کرونا وبا ضد څو چيني واکسينونه د کلنيکې ازموينې په درېيم پړاو کې داخل شوي او د واکسينو له څېړنې وروسته به د عامه نړيوال توليد په توګه وکارول شي او تر ټولو لومړی به پرمختيايي هېوادونو ته برابر شي.

رئيس شي جين پینګ د ۲۰۲۱ کال په مۍ مياشت کې د روغتيا په نړيواله سرمشريزه غونډه کې د کرونا پر وړاندې له نړيوالې مبارزې څخه د ملاتړ په موخه د چين پنځه اقدامات اعلان کړل او د ۲۰۲۱ کال په اکتوبر مياشت کې يې د شلو هېوادونو ډلې د ۱۶مې سرمشريزې د لومړۍ مرحلې په غونډه کې د واکسين په برخه کې د نړيوالې همکارۍ عملیاتي پلان وړاندې کړ.

د چین ادعاوې تشې ژمنې نه، بلکې رښتینې کړنې دي.

د ملګرو ملتونو پخواني سرمنشي بان کيمون وويل، چې کرونا وبا په ټوله نړۍ کې د خپرېدو په حال کې ده او چين د نړۍ زياتو هېوادونو او سيمو ته د وبا ضد واکسين او طبي سرچينې برابرې کړې، چې د وبا په وړاندې د نړيوالې مبارزې لپاره يې ستر خدمتونه کړي دي. د اسيان سرمنشي لين يو هوی وويل، د چين واکسين او ملاتړ د اسيان له غړو هېوادونو سره په اغېزناکه توګه د کرونا وبا پر وړاندې مبارزه کې مرسته کړې ده.