د چين په مرسته د کرونا وبا ضد واکسين مينسک ته ورسېد
CMG2022/01/22 15:02:43
شريکول:

له بلاروس سره د چين د حکومت مرسته شوی د کرونا وبا ضد واکسين د جنورۍ په ۲۱مه نېټه د بلاروس پلازمينې مينسک نړيوال هوايي ډګر ته  ورسېد. په بلاروس کې د چين سفير شيې شياو يونګ د دغه واکسين د سپارلو په مراسمو کې ګډون وکړ او د بلاروس له روغتيا وزير ديميتري پينيويچ سره يې د واکسين د سپارلو سند لاسليک کړ.

پينيويچ په خپله وينا کې د چين له مرستو څخه مننه وکړه او و يې ويل، چې روان کال د دغه هېواد او چين ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو له دېرشمې کليزې سره برابر دی او د روغتيا او طبي چارو په برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ نژدې شوي او بې سارې لوړې کچې ته  رسېدلي دي. په بلاروس کې د کرونا وبا له رامنځته کېدو راهیسې د دواړو هېوادونو طبي کارپوهانو د دغې وبا د درملنې او د وبا د وقايې او کنټرول په اړه د تجربو تبادلې کړي او چين څو څو ځله له بلاروس سره د کرونا وبا ضد واکسين مرستې کړي او بلاروس د سوداګريزو چارو له لارې له چين څخه واکسين اخيستی دی. نوموړي زياته کړه، چې د چين واکسين ډېر د باور وړ دی او د بلاروس روغتيا وزارت به ژر بېلا بېلو طبي څانګو ته دغه واکسين  ووېشي.