تودی روسيه ويبسايټ (Today Russian) د جنورۍ په ۱۹مه نېټه خبر ورکړ، چې د يوې نوې سروې له مخې، دوه پر درېيمه برخه امريکايان فکر لري، چې جو بايډن امريکا يوې غلطې لارې ته بېولې ده.
په ياده سروې کې د امريکا ۲۰۰۵ رايې ورکوونکي شامل وو، پکې ۴۰ سلنو ګډون کوونکو د امريکا له حکومت څخه خپل نا رضايت څرګند کړی. د ۴۴ سلنو ګډون کوونکو په اند، د بايډن حکومت د کرونا وبا ضد کړنې ناسمې دي.