د ۲۰۲۲م کال د پسرلني اختر د هنري نندارې لومړۍ ازموینه تر سره شوه
CMG2022/01/22 14:24:58
شريکول:

چين ميډيا ګروپ د جنورۍ په ۲۱مه نېټه د ۲۰۲۲م کال د پسرلني اختر د هنري نندارې لومړۍ ازموینه تر سره کړې او پر دې اصل يې ټينګار کړی، چې په دغه ننداره کې به د په زړه پورې هنري پروګرامونو له لارې کتوونکو ته د نوي کال نېکمرغه او د خوشحالۍ فضا برابره کړي.

۲۰۲۱م کال د چينايانو لپاره ځانګړی ارزښت لري، چې په همدې کال کې په چين کې د عصري سوسياليستي هېواد د هراړخيزې ابادۍ نوی مزل پيل شوی. دغه راز د ۲۰۲۲م کال د پسرلني اختر د هنري نندارې د په زړه پورې پروګرامونو له لارې به کتوونکو ته د دغه هېواد د پرمختګونو او بدلونونو معلومات او د خوشالۍ او نېکبختۍ پيغام ورکول شي. په دغه هنري ننداره کې به د XR او VR په شمول نوې تکنالوژي وکارول شي.

په راتلونکو څو ورځو کې به د دغې هنري نندارې څو ځله ازموينې تر سره شي.