د ملګرو ملتونو سرمنشي د نړيوال وضعيت په اړه پنځه خبرداري ورکړل
CMG2022/01/22 14:21:10
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوټريس د جنورۍ په ۲۱مه نېټه د م.م عمومي اسمبلې ته د ۲۰۲۲م کال مهمو کارونو د اعلانولو پر مهال ، د نړيوال وضعيت په اړه پنځه خبرداري  ورکړل، چې کرونا وبا، د نړيوالو پولي چارو د اداري سيستم نيمګړتيا، اقليمي بدلون، له نوي تېکنالوژۍ څخه ناوړه استفاده او وسله والې شخړې دي.

د نوموړي په اند، ياد پنځه خبرداري د نړيوالې ادارې د ناکامۍ له امله  دي. د کرونا وبا ضد د واکسین برابر  وېش،‌ د نړیوالو پولي چارو د اداري سیستم اصلاحات، د اقليمي‌ بدلون ضد د تدبيرونو نيول، د خلکو د ګټو لپاره د نوې‌ تېکنالوژۍ د کارولو د سيستم جوړول، د وسله والو‌ شخړو له منځه وړل او د سولې رامنځته کول، ډېر مهم دي.

ګوټريس وويل، چې ګرده نړۍ بايد اضطراري بڼه غوره کړي‌ او ټول هېوادونه بايد د دغو ستونزو د ليري کولو لپاره تدبيرونه ونيسي.