چين: د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو په پرانيستونکو مراسمو کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د رئيس ګډون هرکلی کوو
CMG2022/01/22 14:53:57
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د جنورۍ په ۲۱مه نېټه د دغه وزارت په نوبتي خبري ناسته کې وويل، چې چين د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ رئيس عبدالله شاهد هرکلی کوي، چې د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو په پرانيستونکو مراسمو کې به ګډون وکړي او د دغو لوبو د مشال د ليږدوونکي په توګه دنده به پر غاړه ولري. جاو لي جيان زياته کړه، چې چين د اولمپيک لپاره د اوربند په اړه د ښاغلي شاهد له غوښتنې څخه ټينګ ملاتړ کوي.

د ملګرو ملتونو د ۷۶مې عمومي اسامبلې رئيس عبدالله شاهد د دفتر وياند د جنورۍ په ۲۰مه نېټه اعلان وکړ، چې نوموړی به د اولمپيک نړيوالې کمېټې په بلنه د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړي او د دغو لوبو د مشال د لېږدولو په مراسمو کې به برخه واخلي.

جاو لي جيان د ياد خبر پخلی وکړ او و يې ويل، چې د ملګرو ملتونو او د اولمپيک نړيوالې کمېټې په شمول د نړيوالو سازمانونو او زياتو بهرنيو هېوادونو استازو په دې وروستيو کې د بېجينګ له اولمپيک ژمنيو لوبو څخه ملاتړ او سپورټ ته د سياسي رنګ له ورکولو سره مخالفت څرګند کړی دی. چين باور لري، چې له بېلا بېلو خواوو سره د اولمپيک د (( يووالي )) روحيې په اساس خوندي او ښايسته د اولمپيک لوبې تر سره کړي.