د ملګرو ملتونو د اسمبلې رئيس د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون ته سترګې په لار دی.
د ملګرو ملتونو د ۷۶مې عمومي اسمبلې رئيس عبدالله شاهد د جنورۍ په ۲۱مه نېټه د چين ميډيا ګروپ له خبريال سره ځانګړې مرکه درلوده. هغه دې ته سترګې په لار دی، چې د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړي او د دې لوبو د بريالي تر سره کېدو هيله يې څرګنده کړه.
نوموړي په ياده مرکه کې ويلي، د وياړ ځای دی چې د اولمپيک د نړيوالې کميټې بلنه یې تر لاسه کړې او غواړي د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړي. ده زیاته کړه، هيله من دی چې په زړه پورې سپورټي سیالۍ وګوري. شاهد هم د اولمپيک مشال د لېږدولو په بهير کې د ګډون په اړه خوښي ښودلې.
نوموړي په ياده مرکه کې ټولو لوبغاړو ته د برياليتوب او پياوړتيا هيله څرګنده کړه.