چين: د هانکانګ په اړه د اروپايي پارلمان پرېکړه ليک هيڅ اعتبار نه لري
CMG2022/01/22 15:00:35
شريکول:

د هانکانګ او مکاو په چارو کې د چين د دولتي شورا دفتر وياند د جنورۍ په ۲۱مه نېټه وويل، چې اروپايي پارلمان د جنورۍ په ۲۰مه نېټه د هانکانګ په اړه د پرېکړه ليک په تصويب سره د هانکانګ په چارو کې لاسوهنه کړې او پر چين يې بې بنسټه تور لګولی او غږ يې پورته کړی، چې د چين د مرکزي حکومت او د هانکانګ د خاصې اداري سيمې د حکومتي ادارې پر چارواکو او اړوندو تصديو به بنديزونه ولګوي. نوموړي د اروپايي پارلمان دغه کړنې مغرورې، تندلارې او بې شرمه  بللي.

نوموړي زياته کړه، چې د هانکانګ چارې د چين کورنۍ چارې دي او هېڅ بهرنی ځواک د لاسوهنې اجازه نه لري.

هغه وويل، چې د هانکانګ د ملي امنيت قانون له تطبيق او د انتخاباتو نظام له بشپړېدو راهيسې په هانکانګ کې د جرمونو د پېښېدو کچه تر ډېرې اندازې ټيټه شوې، د تصديو شمېر او د ثبت شويو ځايي او بهرنيو خبري رسنیو او خبريالانو شمېر زيات شوی دی. دا ښيي، چې د هانکانګ ازادي، ډيموکراسي او بشري حقونه د لا ارام چاپيريال او لا بشپړ شوي نظام تر خونديتوب لاندې ساتل او پياوړي شوي دي.

دغه وياند پر دې ټينګار وکړ، چې چينايان د ملي حاکميت، امنيت او پرمختيايي حقونو د ساتلو ټينګ هوډ لري. د چينايانو لپاره د هانکانګ په اړه د اروپايي پارلمان پرېکړه ليک هېڅ اعتبار نه لري او يو باطل کاغذ دی.