په ملګرو ملتونو کې د چين استازي د امريکا پر ناوړې کړنې نيوکه کړې
CMG2022/01/23 14:58:24
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د امريکا د دايمي پلاوي ويبپاڼې د جنورۍ پر شلمه نېټه په م.م کې د امريکا د لارښوونکي قوت د بيا رغونې تر عنوان لاندې د تش په نوم حقيقتونو لېست خپور کړی او په دغه لېست کې يې په ۲۰۲۱م کال کې د دغه پلاوي تش په نوم لاسته راوړنې ښکاره کړي او پر چين يې بې بنسټه تورونه لګولي دي. په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي جانګ جون په دې اړه ويلي، چې امريکا د چين د اغېزو مخنيوی په ملګرو ملتونو کې خپله اصلي دنده او برياليتوب ګڼي، دغه کړنه بې منطقه او ډېره مسخره ده.

جانګ جون وويلي، چې د نړيوالې سولې او پرمختګ لپاره د چين خدمتونه، له ملګرو ملتونو څخه د چين ملاتړ او له نورو هېوادونو سره د چين مرستې رښتينې او د ليدو وړ دي. چين د زمانې د پرمختيايي جريان په لوري او له زياتره هېوادونو سره ولاړ دی او د عدالت، پرمختګ او همکارۍ قوت بلل کيږي. ځينې وګړي چين ته په منفي سترګه ګوري او حتی د چين د رول او نفوذ مخنيوی غواړي، دغسې کړنې د سړې جګړې د مفکورې څرګندويې کوي او اوسنې نړۍ ته ستر ګواښ دی.

نوموړي زياته کړې، چې نړيوالې ټولنې په تېر يو کال کې د زياتو لويو ننګونو پر وړاندې موافقې او يووالي ته نه دی راغلی، اصلي لامل يې د يو اړخيزم او ګرپ سياسيت(block politics) لاسوهنې او خنډونه دي. د امريکا ناوړو کړنو د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو يووالي او متقابل اعتماد ته سخت زيانونه رسولي او د ملګرو ملتونو پر رول يې منفي اغېزې کړي دي.