د چين حکومت اتوپيا ته د کرونا وبا ضد واکسين ورکړ
CMG2022/01/23 15:00:21
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اتوپيا روغتيا وزارت په دې وروستيو کې د چين په مرسته د کرونا وبا ضد واکسين د منلو مراسم تر سره کړل. په اتوپيا کې د چين سفير جاو جه يوان او د اتوپيا روغتيا وزيرې ليا تاديسي په دې مراسمو کې ګډون وکړ او د واکسين د سپارلو نامه يې لاسليک کړه.

جاو جه يوان په دې مراسمو کې وويل، په داسې حال کې، چې په اتوپيا کې د کرونا وبا څلورمه څپه پورته شوې، د چين پنځمه جوپه د کرونا وبا ضد واکسين دغه هېواد ته رسيدلی او د دې وبا د وقايې او کنترول په چارو کې به مثبت رول ولوبوي. چين به په پر له پسې توګه افريقايي هېوادونو ته د کرونا وبا ضد واکسين برابر کړي او د نوې زمانې لپاره د چين او افريقا ترمنځ د ګډ برخليک ټولنې ابادي به پياوړې کړي.

ليا تاديسي له چين څخه مننه وکړه او و يې ويل، چې د چين مرستو د کرونا وبا پر وړاندې د اتوپيا د مبارزې، اقتصادي احيا او د خلکو د روغتيا د ساتلو په برخو کې مهم رول لوبولی دی. نوموړې زياته کړه، چې اتوپيا به د چين له واسکين څخه ښه استفاده وکړي او د کرونا وبا ضد واکسين د تطبيق کچه به لوړه کړي.