د جنورۍ د ۲۲مې نېټې په ماښام د افغانستان د هرات ښار د ۱۲ مي حوزې اړوند په حاجي عباس سیمه کې، پر یو مسافر وړونکي موټر د چاودنې له امله لږ تر لږه ۷ تنه مړه شوي او ۹ تنه نور ټپيان دي.
د هرات د حوزوي روغتون مشر عارف جلالي سينهوا اژانس ته وويل، چې د دې پېښې له امله د ۷ وژل شويو وګړو جسدونه او ۹ ټپيان دغه روغتون ته ليږدول شوي.
د روغتون مسؤلین وایې د ځينو ټپيانو روغتيايي حالت خراب دى.
تر اوسه کومې مشخصې يا ډلې د دې پېښې مسوولیت په غاړه نه دی اخيستی.