د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جنورۍ پر ۲۲مه نېټه د بلغارستان د ولسمشر په توګه د رومن ګيورګيف راډيف د بيا ټاکل کېدو په مناسبت نوموړي ته د مبارکۍ پيغام واستاوه.
شي جين پينګ په خپل پېغام کې ويلي، چې چين له بلغارستان سره عنعنوي دوستي لري او له تېرو څو کلونو راهيسې د دواړو هېوادونو ترمنځ سياسي اعتماد لا پياوړی شوی او په بېلا بېلو برخو کې خپلمنځي همکارۍ په سالمه توګه تر سره شوي. دواړو هېوادونو د کورنا وبا پر وړاندې متقابلې مرستې کړي او د خپلمنځي دوستۍ نوې پاڼه يې اړولې ده. رئيس شي هيله ښودلې، چې له ولسمشر راډيف سره ګډې هڅې وکړي، چې د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ او د چين او د منځنې او ختيځې اروپا د هېوادونو ترمنځ د همکارۍ فرصتونه ونيسي او د دواړو هېوادونو ترمنځ ستراتيژيکې اړيکې نورې پياوړې کړي او د دواړو هېوادونو خلکو ته ګټې ورسوي.