افغان پلاوي له ناروې څخه ليدنه پيل کړه
CMG2022/01/23 14:19:01
شريکول:

د افغانستان د لنډمهالي ‌حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزير امیرخان متقي په مشرۍ يو پلاوی د جنورۍ پر ۲۲مه نېټه د ناروې پلازمېنې اسلو ته رسېدلی او له دغه هېواد څخه به ليدنه وکړي.

د ناروې د بهرنيو چارو وزارت د مخکنۍ يوې اعلاميې له مخې، د افغانستان د لنډمهالي حکومت پلاوی به د ناروې په بلنه د جنورۍ له ۲۳مې نېټې څخه تر ۲۵مې نېټې پورې له دغه هېواد څخه ليدنه وکړي. ياد پلاوی به د ليدنې په ترڅ کې د ناروې حکومت او د ناروې د څو ملګرو هېوادونو له استازو سره خبرې اترې وکړي. د دې تر څنګ، دغه پلاوی به د مختلفو برخو له  افغانانو سره د بشري مرستو، سیاست او اقتصاد په اړه خبرې اترې وکړي. په دې اعلاميه کې د شاملو ملګرو هېوادونو لېست نه دی ياد شوی.

د افغانستان د لنډمهالي حکومت وياند ذبيح الله مجاهد وويل، چې  لنډمهاله حکومت به د دې ليدنې له لارې له اروپايي هېوادونو سره ډيالوګ، خبرې اترې او تفاهم پيل کړي او له امريکايي استازو سره به د ګنګل شويو افغان پانګو د ازادولو په اړه  بحث وکړي.