د ماداګاسکار د بهرنيو چارو وزير پټريک د جنورۍ پر ۲۱مه نېټه په ټولنيزو رسنيو کې د ويډيويي وينا په خپرولو سره د بېجینګ د اولمپيک ژمنيو لوبو د بريالي تر سره کېدو هيله وښودله.
نوموړي وويل، چې اولمپيک لوبې د ټولو انسانانو لپاره يو لوی سپورټي جشن دی او د ګردې نړۍ ترمنځ دوستانه اړیکې څرګندوي. موږ بايد د اولمپيک روحيې ته درناوی وکړو، څو د متقابل تفاهم او نړيوال يووالي له لارې د خلکو ترمنځ اړيکې نژدې شي.
له دې مخکې د ماداګاسکار د اولمپيک کميټې مشر شيتني ويلي، چې دغه کمېټه په فعاله توګه د بېجينګ په اولمپيک ژمنيو لوبو کې د لوبغاړو د ګډون چارې تر سره کوي. هغه باور څرګند کړ، چې دغه ژمنۍ لوبې به تر ټولو ژمنیو لوبو په زړه پورې وي.