افغانستان :د مهاجرينو چارو وزارت د چين د مرستندويه خوارکي توکو د ويش لړۍ پيل کړل
CMG2022/01/23 14:20:17
شريکول:

د افغانستان د لنډمهال حکومت د مهاجرينو او بیا راستنیدونکو چارو وزارت د جنورۍ پر ۲۲مه نېټه د دغه هېواد په ۳۴ ولايتونو کي د چين د مرستندویه خوراکي توکو ويشل پيل کړل.

د دغه وزارت وياند د روانې مياشتې پر ۲۲مه نېټه د سينهوا اژانس خبريال ته وويل، چې لومړۍ جوپه خوراکي توکي به په ۱۰ هغو ولایتونو کي و یشي، چې د ژمي په رارسیدو سره بېړنيو مرستو ته عاجله اړتیا لري او وروسته به  د چین د مرستندویه خوارکي توکو دغه لړۍ نورو ولايتونو ته هم وغځول شي.

نوموړي وويل، چې د چيني‌ حکومت زياتې جوپې بشري مرستندويه توکي افغانستان ته رسېدلي دي او افغانستان د چین له مرستو څخه مننه کوي. د مهاجرينو وزارت به د چين مرستندويه توکي د دغه هېواد د بېلابېلو سیمو اړمنو خلکو ته وويشي.