د چين د سوداګرۍ وزارت وياند پر ۳ چيني تصديو د امريکا د بنديزونو په اړه وينا وکړه
CMG2022/01/23 14:59:19
شريکول:

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په دې وروستيو کې د تش په نوم توغندي تکنالوژۍ د خپرېدا په کړنو کې د لاس لرلو په پلمه پر ۳ چيني تصديو او فرعي څېړنيزو ارګانونو بنديزونه لګولي. د چين د سوداګرۍ وزارت ويبپاڼې د جنورۍ پر ۲۲مه نېټه خبر ورکړ، چې د دغه وزارت وياند د خبريال اړوندې پوښتنې ته په ځواب کې وويل، چې چين په دې اړه ډېر ناخوښ دی او د امريکا له دغو کړنو سره ټينګ مخالفت کوي.

نوموړي وياند وويل، چې چين په جدي توګه د توغندي وسلو د خپرېدو د مخنيوي لپاره نړيوال مسئوليت عملي کړی او کوي يې. امريکا پر چين بې بنسټه تور لګولی او په خپل خوښه يې پر چين بنديزونه لګولي. د امريکا دغو کړنو د دواړو هېوادونو د تصديو ګټو او د نړيوالې سوداګرۍ عادي نظام ته زيانونه رسولي، د نړيوال صنعتي ځنځير او عرضي ځنځير خونديتوب او ثبات ته يې خطر پېښکړي او د نړيوال اقتصاد احيا او پرمختګ زيانمنوي.

نوموړي وويل، چې امريکا بايد سمدلاسه خپلې تېروتنې سمې کړي. چين به د چيني تصديو د حقونو د ساتلو لپاره اړين تدبيرونه ونيسي.