په اروپا کې د روغتيا نړيوال سازمان دفتر: د اميکرون خپرېدل ښايی کرونا وبا پای ته ورسوي
CMG2022/01/24 11:08:51
شريکول:

د شمالي اروپا ځينو خبري رسنيو د جنورۍ په ۲۳مه نېټه خبر ورکیړ، چې د کرونا وبا  اوميکرون ويروس د خپرېدو په نوي پړاو کې دی او امکان شته چې په اروپا کې ۶۰ سلنه کسان له مارچ مياشتې مخکې پر دغه ويروس اخته شي.

د روغتيا نړيوال سازمان د اروپا دفتر منشي هانس کلوګ د جنورۍ په ۲۳مه نېټه ويلي، چې په اروپا کې د اوميکرون خپرېدو سره ښايي کرونا وبا پای ته ورسيږي. خو هغه پر دې هم ټينګار کړی، چې کرونا وبا ته بايد ډېره پاملرنه وشي، ځکه ښايي دغه ويروس نور بدلون وکړي.