د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ارمنستان ولسمشرۍ ماڼۍ د جنورۍ په ۲۳مه نېټه د یوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې ولسمشر ارمن سرکسیان په همدې ورځ له خپلې دندې د استعفا اعلان وکړ.
ولسمشر سرکسیان ویلي، چې د کار په ۴ کلونو کې يې د خپل هېواد د نړیوالې اغېزې د لوړتیا او د ملي اقتصاد د پرمختګ لپاره کوښښونه کړي دي. خو د هېواد د رهبر په حیث يې هېڅ واقعي حقونه او صلاحیتونه نه درلودل. نوموړي ويلي، چې د هېواد پر وړاندې ډېرې ستونزې موجودې دي، خو د کورنیو او د ډيپلوماتيکو تګلارو د ټاکلو په بهير کې يې ضروري وسیلې نه لرلې. هغه د اترمنستان د اساسي قانون د اصلاحاتو غوښتنه کړې، تر څو د راتلونکي ولسمشر لپاره د کار ښه زمینه برابره شي. (هيله)