د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اوکراين
دفاع وزارت د جنورۍ په ۲۲مه نېټه د يوې بيانيې په خپرولو سره ويلي، چې د امريکا
وسلې د اوکراين پلازمينې کيف ته ولېږدول شوې.
په دې بيانيې کې ويل شوي، دغه وسلې چې وزن يې ۹۰ ټنه او پکې تباه کوونکي وسلې هم شاملې دي، د اوکراين په ختيځ کې به ځای پر ځای شي او د اړتيا په صورت کې به وکارول شي.
د مالوماتو له مخې، د امريکا کانګريس پروسږ کال پرېکړه وکړه، چې اوکراين سره به د ۶۵۰ ميليارډو ډالرو په ارزښت پوځي مرسته وکړي. امريکا له ۲۰۱۴م کال راهيسې اوکراين سره د دوه ميليارډو او ۳۰۰ ميليونو امريکايي ډالرو په ارزښت پوځي مرستې کړې دي. (شکريه)