د افغانستان د سرپرست حکومت يوه پلاوي په ناروې کې د دغه هېواد د بېلا بېلو ټولنو له استازو سره خبرې اترې وکړې
CMG2022/01/24 11:16:27
شريکول:

د افغانستان د سرپرست حکومت يو پلاوي پر ځايي وخت د جنورۍ په ۲۳مه نېټه د ناروې په اوسلو کې د سوريا موريا په هوټل کې د افغانستان د کډوالو له استازو، د ښځو د حقونو د يو شمېر فعالانو او د بشري حقونو له کارکوونکو سره خبرې اترې وکړې. ټاکل شوې، دغه پلاوی به د امريکې، بريتانيې، فرانسې، جرمني، ايټاليې او د اروپايي ټولنې له استازو سره هم خبرې اترې وکړي.

په افغانستان کې د ښځو د سولې او آزادې د نړيوالې ګډې ټولنې د فرعي څانګې مسئولې جميلې افغان هم په همدې ورځ ياده غونډه کې ګډون کړی و. د هغې په اند، غونډه په سالمه توګه تر سره شوې او د افغانستان د سرپرست حکومت پلاوي انعطاف قبلوونکې او زغموونکې رويې ښودلې دې. دوی په غونډه کې د افغانستان د اقتصادي بحران، بشري حقونو او د ښځو د حقونو او ګټو په شمول د ځينو مسئلو په هکله بحثونه کړي دي. هغې هيله څرګنده کړې، چې دغه خبرې اترې به د همغږۍ او راتلونکو ډيالوګ لپاره لار پرانيزي.

د افغانستان سرپرست حکومت د تېر کال په اګست کې له واکمنۍ راهيسې د لومړي ځل لپاره لويديځ ته خپل پلاوی ليږلی دی. د ناروې د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې د امنيت تامينولو په هدف د افغانستان د سرپرست حکومت د پلاوي د ټولو غړو د سفر لګښت برابر کړی دی.