د امریکې له لاسه افغانان له کړاوه ډک ژمی تېروي
CMG2022/01/24 10:27:54
شريکول:

    په جنورۍ میاشت کې هوا یخه ده، په دې وروستیو ورځو کې د افغانستان په ځینو سیمو کې واورې او بارانونه اورېدلي او له امله يې د افغانانو پر وړاندې ډېرې ستونزې پیدا شوي دي. له دې کبله چې کافي ګرمې جامې او خوراکونه شتون نه لري، د افغانانو د مرګژوبلې حالت کله کله رامنځته شوی. د دغه حالت د رامنځته کېدو اصلي لامل د امريکې لخوا راپارول شوې جګړه او پر افغانستان د دې هېواد اقتصادي بنديزونه دي.

د امريکې لخوا د راپارول شوې شل کلنې جګړې له امله، د افغانستان وګړیو ته سخت زیانونه رسېدلي دي، په دغه اوږده جګړه کې نږدې دوه سوه زره افغانان وژل یا ټپيان شوي او لس میلیونه خلک بې کوره شوي دي. په همدې مودې کې د افغانستان دولتي اقتصاد تر ډېرې اندازې پورې کمزوری شوی، بنسټيز تاسیسات يې څو څو ځلې ویجاړ شوي او د حکومت لګښتونه يې زیاتره د نړیوالې ټولنې لخوا تمویل شوي دي. تر دې وروسته چې د امريکا ولسمشر جوبايډن له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ايستلو اعلان کړی، د افغانستان له پخواني حکومت څخه يې ملاتړ هم په وار سره ختم شوی. کله چې امريکايي ځواکونو په پوره توګه له افغانستان څخه ووتل، د افغانستان د حکومت کارکوونکو، طبي کارکوونکو او د ښوونځيو ښوونکو په شمول ډېر کسان نږدې د ۴ میاشتو لپاره معاش ته لاسرسی نه لري.

     واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته د امريکا حکومت اعلان وکړ، چې په دغه هېواد کې د افغانستان نږدې نهه اعشاريه پنځه میليارډه امريکايي ډالره زېرمه کنګل شوې. د امريکې تر فشار لاندې، نړیوال پولي صندوق هم اعلان کړی، چې د افغانستان لخوا د پورونو اخيستلو لارې بندې دي. افغانستان یو داسې هېواد دی، چې له اوږدې مودې راهیسې يې د حکومت د بودیجې ۷۵ سلنه د نړیوالې ټولنې لخوا برابره شوې، نو پر افغانستان د امريکا دغه شان اقتصادي بنديزونه د دغه هېواد وګړیو ته سخت ناورینونه اړولي دي.

      په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د غلو دانو پروګرام استازې مارې مکګروتي  (Mary Ellen McGroarty) څو ورځې مخکې ويلي، چې افغانستان کې د لوږې او بېوزلۍ پر سخت حالت سربېره د واورو ډېر اورېدو هم حالت ستونزمن کړی او زه د خپل کار په شلو کلونو کې له یوه داسې حالت سره مخامخ شوې یم.

    د طالبانو د لنډمهالي حکومت  د رئیس الوزرا لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر هم څو ځلې ويلي، چې د واورو او بارانونو له امله، ډېر زیات افغانان ځپل شوي او شاوخوا ۹۵ سلنه کسان د بېوزلۍ په حالت کې دي. په همدې وخت کې د درملو او طبي موادو د کمښت له امله زیات ناروغان په وخت نه تداوي کیږي او د مړینې شمېر يې نور هم زیات شوی دی.

     طالبانو، د ملګرو ملتونو سرمنشي او ځينو نړیوالو مرستندویه ارګانونو څو ځلې له امريکا څخه غوښتي، چې د افغانستان کنګل شوې پيسې بیا ازادې کړي، خو امريکې تل رد کړي دي. جوبايډن څو ورځې مخکې بيا ويلي، چې له افغانستان سره د امريکا مرستې د نورو په نسبت لا زیاتې دي. خو دا تائيد شوې نه ده، چې ایا دغې مرستې عملي شوي که نه. بل خوا، د والسټریټ ژورنالورځپاڼې خبر ورکړ، چې د نظارت د کمښت له امله، په افغانستان کې د امريکا په زیاترو مرستندویه پروژو کې فساد موجود دی او ډېرې پروژې يې بيخي شتون نه لري.

    د دغه خبر له کبله، د امريکې جعلي بڼه نوره څرګنده شوې ده. ویل کېږي چې د امريکې لخوا راپارول شوې جګړې افغانستان ډېر خراب کړی او له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو تر ايستلو وروسته يې بیا پر دغه هېواد اقتصادي بنديزونه لګولي او افغانانو ته يې سخت بشري بحران اړولی دی. د امریکا د دغو بدو کړنو له امله، افغانان یو ډېر یخ او له کړاوه ډک ژمی تېروي. (هیله)