لسګونه زره کسان د امريکا په پلازمېنې واشنګټن کې د جنورۍ په ۲۳ مه نېټه د سهار په ۱۰ بجو راغونډ شوي وو او د کرونا ضد واکسين د اجباري کېدو په غبرګون کې يې لاريون ترسره کړ.
د لاريونوالو شمېر کابو شل زرو کسانو ته رسيده او د کرونا ضد واکسين او د کرونا د مخنيوي او کنټرول د ټولو اجباري تدبيرونو د لغوه کولو غوښتنه يې کوله.
دوی ویل، چې د کرونا واکسين ډېر لږ اغېز لري او حکومت دې خلک واکسين کولو ته نه مجبوروي.
(مينه)