تونګا ته د چين د مرستندويه توکو د سپارلو مراسم په فيجي کې تر سره شول
CMG2022/01/24 15:01:37
شريکول:

د تونګا حکومت ته د چين د مرستندويو توکو د سپارلو مراسم د فيجي په وخت د جنورۍ په ۲۴مې نېټې د سهار په ۱۱ بجو ترسره شول.

په فيجي کې د چين لوی سفارت د تونګا لپاره د يو ميليون يوانو په ارزښت مرستندويه توکي، چې پکې څښاک اوبه، لومړني توکي، جنراټورونه، جامې او طبي توکي شامل دي، برابر کړي دي.
د چين دغه مرستندويه توکي به د روانې مياشتې په ۲۷مه نېټه تونګا ته ورسیږي. (شکريه )