د چين کرنيزو ځمکو په ۲۰۲۱م کال کې ښه حاصلات کړي
وو. د چين د کرنې او کليو پراختيا وزارت وايي، چې پروسږ کال په چين کې د کرل شويو
ځمکو مساحت ۲۳ ميليارډه او ۳۰۰ ميليونو هکتارو ته رسېده، چې د ۲۰۲۰م کال په پرتله ۸
لکه، ۶۳ زره او ۳۳۳ زياتوالی ښيي.
په ۲۰۲۱م کال کې د چين د غلودانو توليدي
اندازه ۶۸۲ ميليارډه او ۸۰۰ ميليونو کيلوګرامو ته رسېدلې، چې دا د ۲۰۲۰م کال په
مقايسه ۱۳ ميليارډه او ۳۰۰ ميليونه کيلوګرامه زياتوالی ښيي او د غوايانو او پسونو د
غوښو، شيدو او سمندري خوړو اندازې يې هم د ۲۰۲۰م کال په نسبت ډېر زياتوالی
ښيي.
د چين په بازارونو کې اوس د سابو او ميوو عرضه کافې ده.
(شکريه)