د امريکا د عامه افکارو نوې سروې : ۷۲سلنه امريکايان په دې نظر دي، چې امريکا پر ناسم لورې روانه ده
CMG2022/01/24 11:08:04
شريکول:

د امريکا بروډکاسټينګ کمپنۍ د جنورۍ په ۲۳مه نېټه د عامه افکارو نوې سروې خپره کړې، چې له مخې يې ۷۲ سلنه امريکايان په دې اند دي چې دغه هېواد پر ناسم لوري روان دی. امريکايان د ولسمشر جو باډين، مرستيالې ولسمشرې کملا هاريس او د استازو جرګې مشرې ليز چيني په شمول د دغه هېواد ځيني سياستوال نه خوښوي.

د سروې له مخې، ۷۰ سلنه امريکايان دا نظر لري، چې امريکا په دوو قطبونو ويشل شوې او د حکومت مشران د هېواد اوسنۍ مهمې مسئلې نه شي حل کولی او توپيرونه به نور هم  پراخ کړي. ۷۶سلنه امريکايان بيا په دې نظر دي، چې امريکايي ډيموکراسي له ګواښونو سره مخ ده.

په ورته وخت کې فوکس نيوز هم د عامه افکارو تازه سروې خپره کړې،  چې له مخې يې د امريکا  د ۲۰۲۴ کال په ولسمشريزو ټاکنو  کې ۶۰ سلنه لا په ورکوونکي به د جو بايډن په خلاف نورو نوماندانو ته خپله رايه په وکاروي او يوازې ۳۶ سلنه امریکایان به بايډن ته  رايې ورکړي.