ايران په ملګرو ملتونو کې د رايګيرۍ حق بيا تر لاسه کړ
CMG2022/01/24 11:08:56
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ايران خبري اژانس د جنورۍ په ۲۳مه نېټه خبر ورکړ، چې په ملګرو ملتونو کې د ايران دايمي استازي مجید تخت روانچي د جنورۍ په ۲۲مه نېټه اعلان وکړ، چې ایران په ملګرو ملتونو کې د رايګيرۍ حق بيا خپل کړی چې مخکې يې د غړيتوب لګښت د نه ورکولو له امله له لاسه ورکړی و. 

په ملګرو ملتونو کې د ایران د غړيتوب لګښت شاوخوا ۱۸ میلیونه امريکايي ډالره ښودل شوی او په کوریا جمهوریت کې د ایران له کنګل شویو پیسو څخه لګښت ورکړل شوی دی. امريکې پر ايران بنديزونه لګولي، نو د کوريا جمهوریت دوو بانکونو د ۲۰۱۹م کال له سپتمبر راهیسې د ایران کابو ۷ میلیارډه ډالره کنګل کړي او دغه پيسې يې  د ایران د نفتو د صادرولو له لارې تر لاسه کړي دي. (هيله)