د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو لپاره د بېجينګ او جانګ جيا کو ترمنځ پر غځېدلې اوسپنيزې لارې د فو شينګ په نوم ځانګړي ګړندي اورګاډي تګ راتګ کوي.
دغه ګړندي اورګاډي د اټوماتيک اداري سيستم تر لارښوونې لاندې په هر ساعت کې ۳۵۰ کيلومتره مزل کوي.
په دغه اورګاډي کې د 5G انټرنيټي خدمتونه برابر شوي او د 5G سټيوډيو هم پکې ځای پر ځای شوې، چې د 4k ويډيوګانود جوړولو او ليږدولو توان لري.
راځئ! دغه ويډيو وګورئ او د لوړې ټکنالوژۍ لرونکي اورګاډي په اړه معلومات تر لاسه کړئ.