چين د خپل اقتصاد پر مټ د نړۍ اقتصاد ته خوځنده ځواک ورکوي
CMG2022/01/25 11:15:50
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د جنورۍ په ۲۴ مه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل، چې چين د خپل اقتصاد په دوامدار او ثابت پرمختګ سره د نړۍ اقتصاد ته مثبته انرژي ورکوي. چين به په نړيوال بازار کې فعال ګډون ولري او د نړيوال اقتصاد د سمسورتيا او دوامدار پرمختګ لپاره به خوځنده ځواک برابر کړي. په ۲۰۲۱ کال کې د چين د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت يعنې جي ډي پي ۱۷.۷ ټريليونو ډالرو ته رسېدلې چې د نړۍ په اقتصاد کې يې له ۱۸ سلنې څخه زيات ځای نيولی او د نړيوال اقتصاد په زياتوالي کې به ۲۵ سلنه ونده واخلي.