د چين د دولت رئيس مرستيال وانګ چي شان د جنورۍ په ۲۴مه نېټه له بېجينګ څخه په انلاين ډول د اسرائيلو له سرپرست صدراعظم او خارجه وزير ياسير لاپيډ سره په ګډه د دواړو هېوادونو د نوښتي همکاريو د ګډې کميټې پنځمې غونډې مشري وکړه. وانګ چي شان وويل، چې د چين او اسرائيلو همکارۍ په حقيقت کې دواړو خواوو ته ګډې ګټې رسولی شي او د هيڅ درېيمې خوا په مقابل کې نه دي او د درېيمې خوا لاسوهنې ته پکې هيڅ ځان نشته.
لاپيډ ويلي، چې د نوښتي همکاريو ژورتيا د اسرائيلو او چين د مشرانو مهمې ګډې پيژندنې دې. د دواړو هېوادونو تر منځ د سياسي اړيکو د جوړېدو له ۳۰ کلونو راهيسې د اسرائيلو او چين تر منځ د اړيکو د پرمختګ تمايل قوي او د نوښتي همکاريو لاسته راوړنې يې ګټورې دي. اسرائيل غواړي له چين سره نژدې همکارۍ وکړي، د يادې کميټې رول ولوبوي او د دواړو هېوادونو تر منځ د نوښتي همکاريو هڅونه وکړي او د دواړو هېوادونو خلکو ته ګټې ورسوي.