د يخ او واورو لوبو په برخه کې د چين توان او سويه ډېره لوړه شوې
CMG2022/01/25 15:30:39
شريکول:

د اولمپيک ژمنيو لوبو د تېر شپږ کلن چمتوالي په بهير کې، د يخ او واورو لوبو په برخه کې د چين توان او سويه ډېره لوړه شوې او په ټولو پروګرامونو کې خپلې لوبډلې لري. چين د ۲۰۱۸م کال تر پايه ۳۱ ملي‌ لوبډلې جوړې کړي او ټول  څلور زره لوبغاړي او ټرينران لري، چې دا شمېر يې د پيونګ چانګ د اولمپيک ژمنيو لوبو د مودې په پرتله ۷ چنده زيات شوی دی.

د دې تر څنګ، چين د لوبغاړو د ورزش او روزنې په برخه کې هم څرګندې لاسته راوړنې لري او له ۲۰۱۵م کال څخه تر ۲۰۲۰م کال پورې د يخ او واورو په ملي لوبو کې د ثبت شويو لوبغاړو شمېر يې په کاپي اندازه زيات او له ۵۱۱۱ څخه ۱۱۳۹۸ ته پورته شوی دی. د چين د لوبغاړو د ملي لوبډلو د مډالونو شمېر بيا د ۲۰۱۵م کال له ۴۲ څخه د ۲۰۱۹م کال ۶۹ ته زيات شوی دی.