د چين او ويتنام مشرانو يو بل ته د پسرلني اختر د مبارکۍ پيغامونه وليږل
CMG2022/01/25 15:17:18
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي او د دولت رئيس شي جين پينګ او د ويتنام د ګمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي رئيس نګوين پهو ترونګ د جنورۍ په ۲۵مه نېټه يو بل ته د پسرلني اختر د رارسېدو په مناسبت د مبارکۍ پيغامونه وليږل.

شي جين پينګ په خپل پيغام کې ويلي، چې تېر ۲۰۲۱م کال د چين او ويتنام او دواړو ګوندونو د پرمختګ لپاره ډېر ارزښت ناک و. د نړيوالو حالاتو د بدلونونو او کرونا وبا پر وړاندې د دواړو خواوو ګډې ګټې مخ پر زياتېدو دي. دواړه ګوندونه دې د خلکو د ګټو په اساس خپلمنځي دوستۍ او همکارۍ لا پياوړې کړي، د دواړو هېوادونو د اصلاحاتو او ورخلاصون چارو ته دې وده ورکړي او د سوسياليستي نظام وړتيا دې ښکاره کړي.

نګوين پهو ترونګ په خپل پيغام کې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د تېر کال لاسته راوړنې ستايلي او ويلي يې دي، غواړي له رئيس شي سره د دواړو هېوادونو د بېلا بېلو کچو او ارګانونو لارښوونه وکړي، متقابل سياسي اعتماد پیاوړی کړي، د کرونا وبا ضد مبارزې او اقتصاد په شمول بېلا بېلو برخو کې خپلمنځي همکارۍ او د خلکو تګ راتګ زيات کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ ښه ګاونډيتوب او ستراتيژيکې اړيکې لا لوړې کچې ته ورسوي.