امریکا چمتو ده چې له ایران سره مستقیمې خبرې وکړي
CMG2022/01/25 11:35:22
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکې د بهرنیو چارو وزارت ویاند نید پرایس د جنورۍ په ۲۴مه نېټه وويل، چې امريکا چمتو ده چې په اټومي تړون کې د بيا ګډون په اړه له ايران سره مستقيمې خبرې وکړي. 

نوموړي په همدې ورځ په یوه خبري ناسته کې وويل، چې امريکا تل دا نظر ښودلی، چې په دوه اړخيزه یا څواړخيزه توګه د اټومي تړون په اړه له ایران سره مستقیمې خبرې کول ډېر موثریت لري. امريکا او ایران بايد اغېزمنې خبرې وکړي، تر څو دواړه خواوې په اټومي تړون کې بیا ګډون وکړي. هغه زیاته کړه، چې امريکا هڅه کوي چې په نږدې وخت کې له ایران سره مستقيمې ډيپلوماتيکې خبرې وکړي، خو مشخص مهالوېش يې نه دی ویلی. (هيله)