په ګردې نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۳۴۹ میلیونو، ۶۴۱زرو او ۱۱۹ ته رسېدلی
CMG2022/01/25 10:49:39
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، روغتیا نړیوال سازمان د جنورۍ په ۲۴مه نېټه یو تازه راپور خپور کړ، چې له مخې يې د منځنۍ اروپا په وخت د همدې ورځې د ماسپښين تر ۵ بجو او ۶ دقيقو پورې په ګردې نړۍ کې د کرونا ۲ميليونه، ۸۹۹ زره او ۴۹۱ نوې پېښې زیاتې شوي او په دې سره عمومي شمېر يې ۳۴۹ ميليونو، ۶۴۱ زرو او ۱۱۹ ته رسېدلی دی. په همدې مودې کې د دغې وبا له امله ۷۸۹۲ تنه مړه شوي او د مړينې عمومي شمېر ۵ ميليونو، ۵۹۲ زرو او ۲۶۶ته رسېدلی دی.