ايران: چمتو يو، چې له امريکا سره د بنديانو مسئله حل کړو
CMG2022/01/25 10:51:52
شريکول:

د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند سعيد خطيب زاده د جنورۍ په ۲۴مه نېټه ويلي، چې دغه هېواد چمتو دی، چې د بشري دوستۍ پر هدف له امريکا سره د بنديانو مسئله حل کړي.

نوموړي په همدې ورځ يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې ويلي، چې د ايران د ذروي مسئلې  د هراړخيز تړون په باب د اړوندو خواوو تر منځ د خبرو اترو په بهير کې د دواړو هېوادونو د بنديانو مسئله د ايران په اېجنډا کې تل شامله پاتې شوې ده. که امريکا موافقه وشيي او اړوندې مادې مراعات کړي، دغه بشري مسئله په لنډ وخت کې حلېدای شي.

د ايران د چارو په اړه د امريکا د ولسمشر ځانګړي استازي روبيرټ مالي څه موده مخکې خبري رسنيو ته ويلي، چې داسې هيڅ تمه نه شته، چې امريکا په ايران کې د څلورو امريکايانو د يرغمل د نيولو په حال کې د دغه هېواد د ذروي تړون په خبرو اترو کې بيا ګډون وکړي.