شي جين پينګ د اولمپيک نړيوالې کمېټې له رئیس توماس باخ سره وکتل
CMG2022/01/25 23:23:18
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جنورۍ په ۲۵مه نېټه په بېجينګ کې د اولمپيک نړيوالې کمېټې له رئیس توماس باخ سره وکتل.

شي جين پينګ په کتنه کې وويل، چې چين د ۶ کلنو کوښښونو له لارې د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو مقدماتي چارې تر سره کړي او ژر به په ټاکلي وخت دغه لوبې پيل کړي. د بېجينګ اولمپيک ژمنيو لوبو نه يوازې د چينايانو ملاتړ، بلکې د نړيوالې ټولنې ملاتړ تر لاسه کړی. چين تر خپلې وسې پورې د لوبغالو بشپړ تاسيسات او ښه خدمتونه برابر کړي او د ټولو لوبغاړو، اړوندو کاروونکو او د چين د خلکو د روغتيا او خونديتوب د تامينولو په اړه پوره باور لري.

باخ په کتنه کې وويل، چې د چين د اړوندو ادارو او چينايانو تر ګډو کوښښونو لاندې د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو مقدماتي چارې په ښه توګه تر سره شوي او ښايسته لوبغالي، د کرونا وبا د وقايې او کنټرول بشپړ او اغېزمن تدابير او د دواملرونکي پرمختګ مفکوره ډېره د حیرانتيا او ستاينې وړ  ده. باخ له چين څخه مننه وکړه او د دې لوبو د برياليتوب په اړه يې باور وښود.

باخ وويل، چې چين هغې موخې ته  رسېدلی، چې ۳۰۰ مليونو چينايانو ژمنۍ لوبې تر سره کړي دي. دا بې سارې لاسته راوړنه ده او د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو ستر خدمت دی.