د ليتوانيا سياستوال بايد ويښ شي
CMG2022/01/25 13:02:56
شريکول:

د رويټرز په شمول څو خبري رسنيو په دې وروستيو ورځو کې خبر ورکړی، چې د ليتوانيا سياستوال د يو چين د پېژندلو اصول نه مني او له همدې له مله يې له چين سره اړيکې خرابې شوې دي.

د ليتوانيا دغې کړنې خپلو تصديو او په دې هېواد کې د اروپايي ټولنې شرکتونو ته ډېر زيانونه رسولي دي. د تصديو او شرکتونو خاوندان وايي، چې اقتصادي زيانونه يې څو سوو مليونو يورو ته رسيدلي او شکایت يې کړی، چې د ليتوانيا د حکومت د پاليسيو قربانيان شوي او په جلا جلا توګه يې له حکومت څخه غوښتنه کړې، چې له چين سره د اړيکو د ښه والي لپاره هڅې وکړي.

د ليتوانیا حکومت د تېر کال په نومبر میاشت کې د تايوان سيمه ييز حکومت ته اجازه ورکړه، چې په دغه هېواد کې د تايوان تش په نوم نماينده ګي جوړه کړي، خو دغه کړنه يې د يو چين د پېژندلو له اصولو او د دواړو هېوادونو په سياسي اعلاميې کې له کړو ژمنو سره په ټکر کې واقع شوې او د چين په کورنيو چارو کې يې څرګنده لاسوهنه کړې ده.

د ليتوانيا حکومت مخکې له دې چې چين ورته معقول دليل وړاندې کړي، لويې تېروتنې وکړې. چين د سوداګرۍ د نړيوال سازمان له صولو سره سم د خپل حاکميت د ساتلو لپاره ځوابي تدبيرونه نيولي دي.

ليتوانيا بايد د خپلې ژمنې د ماتولو او سرغړونې پړه پر غاړه واخلي.

له حقيقتونو څخه ښکاري، چې د چين ضد ځواکونو څخه د ليتوانيا د حکومت ملاتړ يوازې د دې هېواد تصديو او په دغه هېواد کې بهرنيو پانګوالو ته زيانونه رسولي دي.

د رويټرز په شمول ځينو خبري رسنيو خبر ورکړی، چې د ليتوانيا څو لويې تصدۍ د خپلو زیانونو د کمولو لپاره په دغه هېواد کې له خپلو چارو څخه د لاس اخيستلو پلان لري. ځينو جرمني تصديو د دې هېواد له حکومت څخه غوښتنه کړې، چې له چين سره اړيکې بيا اعاده کړي، که غوښتنې يې ونه منل شي، نو دوی به مجبور شي، چې له دغه هيواده ووځي.

د لنډ ليد لرونکي سياستوال هم زيانمن شوي

د ليتوانيا پر حکومت فشارونه راغلي او اوس یې اعلان کړی، چې له زيانمنو تصديو سره د مرستو لپاره به د ۱۳۰ ميليونو يورو د پورونو صندوق جوړ کړي او تصدۍ او شرکتونه به د دغه صندوق له لارې په لنډ وخت کې خپلې ستونزې حل کړي.

 ليتوانيا بايد د اوسنۍ ستونزې رېښې ته سم وګوري او د يادو تصديو غوښتنې بايد ومني.

د ۲۰۲۱م کال په پای کې يوه سروې ترسره شوې، چې له مخې يې د ليتوانيا پر حکومت د ليتوانيايانو باور په سلو کې ۱۷ اعشاريه ۳ ته را ټيټ شوی دی. د سروې ارګان د مسؤل په وينا، دغه شمېر د دې هېواد له جوړېدو راهيسې تر ټولو ټيټې سويې ته رسيدلی او دا د دې هېواد او چين ترمنځ د اړيکو له خرابېدو سره مستقیم تړاو لري.د دې ستونزې پر وړاندې د ليتوانيا د پارلمان د بهرنيو چارو د کميټې رئيس پاويليونيس، چې په دغه هېواد کې د تايوان د نماينده ګۍ د جوړولو له پلان سره يې نيغې اړيکې درلودې، د روان کال د جنورۍ په پيل کې اړ شو، چې له خپلې دندې څخه استعفا وکړي. د دې ترڅنګ د دې هېواد د بهرنيو چارو وزير ګابريليوس هم له خپلې دندې څخه د ګوښه کېدو له فشارونو سره مخ شوی دی.

د ليتوانيا ولسمشر ګيتاناس ناسيدا ويلي، چې د چين او ليتوانيا اوسنيو ترينګلو اړيکو تصدیو او شرکتونو ته ډېر زيانونه رسولي او ښايي په راتلونکې کې يې زيانونه نور هم ډېر شي. هغه زياته کړې، چې د ليتوانيا ځيني سياستوال “ اسمان ګوري” خپلې ناسمې پرېکړې کوي او نه پوهيږي، چې دوی پر کوم ځای ولاړ دي.

هغه ليتوانيايي سياستوال بايد پر دې ښه پوه شي، چې د چيني ملت د وحدت تمايل ته زیان نه شي رسولی او د دولتي حاکميت او د خاورو د بشپړتيا د ساتلو لپاره دې د چین ټينګه اراده او پياوړی توان له پامه نه غورځوي او د ځينو هېوادونو هغه دسيسې به هم خامخا  ناکاميږي، چې د تايوان مسئلې په پلمه د چين د پرمختګ مخنيوی غواړي.

په چين کې متل دی، وايي که ولسونه له ستونزې وروسته پر وخت ګام پورته کړي، نو د زياتو زیانونو مخنيوی به وکړي.

 په دې وروستيو ورځو کې د ليتوانيا کابينې د يوې اعلاميې په خپرولو سره منلې، چې تايوان د چين يوه نه جلا کېدونکې برخه ده او له حکومت څخه يې غوښتنه کړې، چې سمدلاسه خپله تېروتنه سمه کړي.

ځيني ناپوه سیاستوال بايد ويښ شي او خپلې تېروتنې بايد سمې کړي.