شي جين پينګ: چين غواړي د منځنۍ اسيا له هېوادونو سره د دواړو خواوو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره ګډې هڅې وکړي
CMG2022/01/25 23:19:59
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جنورۍ د ۲۵مې نېټې په ماسپښين په بېجينګ کې د چين او د منځنۍ اسيا د پنځو هېوادونو ترمنځ د رسمي اړيکو د ټينګېدو د ۳۰مې کليزې په مناسبت د انلاين سرمشريزې مشري او وينا وکړه.

شي جين پينګ په خپله وينا کې وويل، چې د چين او د منځنۍ اسيا د پنځو هېوادونو د ۳۰ کلنو همکاريو د برياليتوب لامل دا دی، چې پر متقابل درناوي، ښه ګاونډيتوب، متقابلو مرستو او ګډو ګټو يې ټينګار کړی دی. ياد څلور اصول، له همکاريو څخه ارزښتناکې تجربې او د چين او د منځنۍ اسيا د هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ثبات او تلپاتې پرمختګ سياسي بنسټ او قوت دی.

شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ، چې چين تل د منځنۍ اسيا د هېوادونو باوري او ښه ګاونډ، ملګری او همکار دی. چين له دې څخه ټينګ ملاتړ کوي، چې د منځنۍ اسيا هېوادونه د خپل ملي وضعيت له مخې د پرمختګ لارې غوره کړي، د ملي حاکميت، خپلواکۍ او ملي يووالي لپاره هڅې وکړي او په نړيواله صحنه کې لا لوی رول ولوبوي. نوموړي وويل، چې چين هيله لري د منځنۍ اسيا له هېوادونو سره د چين او منځنۍ اسيا د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره ګډې هڅې وکړي.