چين به له تونګا سره درې جوپې بېړنۍ مرسته وکړي
CMG2022/01/25 11:15:23
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د جنورۍ په ۲۴ مه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل، چين د تونګا د ناورين حالت څارې او ډېره پاملرنه ورته کوي او پرېکړه يې کړې، چې يو ځل بيا به دغه هېواد سره درې جوپې بېړنۍ مرسته وکړي.

چين به په لومړۍ مرستندويه جوپه کې د تونګا لپاره د ۲۰ ميليون يوانو په ارزښت مرستندويه توکي برابر کړي او ډېر ژر به يې دغه هېواد ته ولېږي.

چين به دوهمې مرستندويه په جوپه کې له تونګا سره بېړنۍ بشري نغدي مرسته وکړي او په درېيمه جوپه کې به په فيجي کې د خپل لوی سفارت له لارې د يو ميليون يوانو په ارزښت مرستندويه توکي برابر کړي چې پکې به څښاک اوبه، لومړنې توکې او جنراټورونه شامل وي.

(مينه)