د بورکينافاسو پوځ پر ولسمشر کابوري کودتا وکړه
CMG2022/01/25 10:50:21
شريکول:

د بورکينافاسو پوځ د جنورۍ د ۲۴مې نيټې له غرمې وروسته د ملي ټلويزيون له لارې وينا کړې او ويلي يط دي چې پوځ واکمن شوی او د ولسمشر روچ مارک کريستيان کابوري يې  له دندې څخه ګوښه کړی دی. د ملګرو ملتونو او د افريقايي هېوادونو د ګډې ټولنې په شمول ډېرو نړيوالو سازمانونو په همدې ورځ د اعلاميو په خپرولو سره د زور له لارې د حکومت د تر لاسه کولو کړنې غندلي او له بېلا بېلو خواوو څخه يې غوښتنې کړي، چې زغم وساتي او ډېر ژر خبرې اترې وکړي.