امریکا به د چین د هوايي شرکتونو ۴۴ پروازونه وځنډوي
CMG2022/01/25 11:45:51
شريکول:

د امريکا ترافيکي چارو وزارت د چین د هوايي شرکتونو د هغو ۴۴ پروازونو د ځنډولو اعلان وکړ چې له امريکا څخه چين ته الوتنې کوي. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند جاو لي جیان د جنورۍ په ۲۵مه نېټه په یوه خبري ناسته کې وويل، امريکې د خپلو ګټو لپاره په بې دليله توګه چیني پروازونه لغوه کړی او د چين د هوايي شرکتونو د عادي کارونو  پر وړاندې يې خنډونه جوړ کړي دي. د امريکې دغه کړنې نامسئولانه او د زورواکۍ ښکارندویي کوي. 

جاو لي جیان پر دې ټينګار وکړ، چې چین له امريکې څخه غواړي، د ساینس د احترام او د روغتیا ساتنې له لحاظه په خپل هېواد کې د کرونا وبا  وقايه او کنټرول پياوړي کړي، د پروازونو په جریان کې د کرونا وبا ضد مبارزې ته دې سياسي رنګ نه ورکوي او د چین او امريکا ترمنځ د خلکو تګ راتګ دې نه محدودوي. (هيله)