د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د جنورۍ په ۲۵مه نېټه د دغه وزارت په نوبتي خبري ناسته کې له بېلا بېلو هېوادونو څخه وغوښتل، چې د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو په رڼا کې د خبرو اترو له لارې خپلمنځي توپيرونه ليري کړي، د مقابلې پر ځای دې د همکاريو لار غوره او متقابل درناوی دې پياوړی کړي او نړيواله سوله او پرمختګ دې وساتي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوټريس د جنورۍ په ۲۴مه نېټه په يوې ليکلې وينا کې له بېلا بېلو هېوادونو څخه غوښتنه کړې، چې د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو په موده کې د اوربند تړون مراعات کړي.
جاو لي جيان د ګوټريس د خبرو په تړاو د خبريال پوښتنې ته په ځواب کې يادې څرګندونې وکړې او څرګنده يې کړه، چې چين د ګوټریس د ليکلې وينا هرکلی او ټينګ ملاتړ ترې کوي.