ناټو په ختيځې اروپا کې پوځي ضروریتونه زیاتوي
CMG2022/01/25 11:41:45
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، ناټو د جنورۍ په ۲۴مه نېټه د یوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، له دې امله چې روسيې په دوامداره توګه د اوکراین په شاوخوا کې خپل سرتيري زیات کړي، نو ناټو منځنۍ اروپا ته زیاتې پوځي بېړۍ او جنګي الوتکې ليږدوي او هلته خپل ځواکونه ځای پې ځای کوي. د روسيې د ولسمشر مطبوعاتي سيکريټر ډمتري پيسکوف ويلي، چې د ناټو دغه عمل به د سيمې امنيتي وضعیت نور هم زیات ترينګلی کړي. 

ناټو په اعلامیه کې ویلي، چې ځينو غړو هېوادونو يې څو ورځې مخکې د پوځي چارو اوسني او راتلونکي پلانونه جوړ کړي دي. ډینمارک بالتیک سمندر ته د دفاع یوه بېړۍ لیږدوي او لیتوانیا ته به څلور F-16 جنګي الوتکې وليږي. اسپانيې د ناټو سمندري ځواک ته پوځي بېړۍ ليږدوي او ښايي بلغاریستان ته هم جنګي الوتکې وليږدوي. فرانسه به د ناټو تر لارښوونې لاندې رومانیا ته سرتيري وليږدوي. هالنډ به په راتلونکي اپريل میاشت کې بلغارستان ته دوه F-35 نمبر جنګي الوتکې وليږدوي او د ناټو له هوايي عملياتو څخه به ملاتړ وکړي. امريکې ويلي، چې په پام لري، د اروپا په ختيځ کې خپل پوځي ضروریتونه زيات کړي. (هيله)