د سينهوا اژانس د خبر له مخې د م.م سرمنشي انتونيو ګوټريس د جنورۍ په ۲۵مه نېټه په بورکينا فاسو کې د پوځي کودتا په هکله ويلي، چې په ۲۱مې پېړۍ کې دغسې کړنې د منلو وړ نه دي.
نوموړي په همدې ورځ په نيويارک کې د م.م په عمومي مقر کې خبري رسنيو ته ویلي، چې په بورکينافاسو کې پوځي کودتا ته ډېره پاملرنه کوي.
هغه زياته کړې، چې د يوه هېواد د پوځ رول دا نه دی، چې د واک د تر لاسه کولو په موخه پر حکومت حمله کوي، بلکې د پوځ دنده دا ده، چې د خپل هيواد د خاورې بشپړتيا وساتي.
(غاټول)