شي جين پينګ د چين او د منځنۍ اسيا د پنځو هېوادونو تر منځ د رسمي اړيکو د ټينګېدو د ۳۰مې کليزې په مناسبت د ويډيويي غونډې مشري وکړه
CMG2022/01/26 12:07:36
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د جنورۍ د ۲۵مې نيټې له غرمې وروسته له بېجينګ څخه په انلاين ډول د چين او د منځنۍ اسيا د پنځو هېوادونو تر منځ د رسمي اړيکو د ټينګېدو د ۳۰مې کليزې په مناسبت د ويډيويي غونډې مشري وکړه.په دغې غونډې کې د قزاقستان، قرغيزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان ولسمشرانو هم ګډون کړی و.

شي جين پينګ د دغو پنځو هېوادونو له ولسمشرانو سره يو ځای د چين او د منځنۍ اسيا د پنځو هېوادونو تر منځ د اړيکو د پرمختګ په بهير کې د تاريخي شېبو ويډيوګانې وليدې او (د ګډ برخليک او د ګډ راتلونکي په لور ) تر عنوان لاندې يې يوه مهمه وينا وکړه.

نوموړي په خپلې وينا کې پنځه وړانديزونه وکړل.

 لومړۍ، د ګاونډيو هېوادونو تر منځ د دوستۍ نښې او څلي دې جوړ شي

 چين به پر زغم منونکې، صميمي او دوستانه نظريې ټينګار وکړي او د منځنۍ اسيا له هېوادونو سره به د مشرتابه تګ راتګ او ستراتيژيکې همغږۍ پياوړې کړي، د چين او د منځنۍ اسيا د پنځو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو تر منځ د کتنو په شمول د خبرو اترو يو لړ همکاريز ميکانيزمونه به جوړ کړي، يو پر بل د دايمي باور په رامنځته کېدو دې ټينګار وکړي، د ګډو ګټو پر بنسټ دې خپلمنځي همکارۍ ټينګې او د ګډ پرمختګ او ګډې سمسورتيا لپاره دې هر اړخيزې هڅې وکړي.

نوموړي وويل، چې چين له هغو بهرنيو ځواکونو سره ټينګ مخالفت کوي، چې غواړي په منځنۍ اسيا کې رنګين انقلاب تر سره کړي او يا غواړي د بشري حقونو په پلمه د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې لاسوهنه وکړي او له هر هغه ځواک سره کلک مخالفت کوي، چې د خلکو ارام ژوند خرابوي.

دويم، د باکيفيته پرمختګ د همکاريو سيمې دې جوړ شي

 چين غواړي د منځنۍ اسيا له هېوادونو سره د لويو پيمانو بازارونه خلاص کړي، د منځنۍ اسيا له هېوادونو څخه ښه توليدات او توکي وارد او د چين او د منځنۍ اسيا د اقتصادي او تجارتي دايمي همکاريو فورم جوړ کړي.

بېجينګ وړانديز کوي، چې د چين او د منځنۍ اسيا د پنځو هېوادونو د الکترونيکي چارو د همکاريو او ډيالوګ ميکانيزم دې جوړ شي او په مناسب وخت کې د چين د منځنۍ اسيا د هېوادونو تر منځ د توليدي چارو او پانګونو په اړه دې همکاريز فورم جوړشي، د چين او د منځنۍ اسيا ترافيکي دهليزونه دې اباد او د چين او د منځنۍ اسيا د نقتو نل ليکو ثابت کارونه دې تامين او د انرژيو د توليدي ځنځير په بهير کې دې همکارۍ پياوړې او د ډيجټلي چارو په شمول د لوړو تکنالوژيو په ساحه کې دې خپلمنځي همکارۍ پراخې کړي.

درېيم، د سولې د ساتلو ټينګ ډالونه دې پياوړي شي

چين او د منځنۍ اسيا هيوادونه دې د ترهګرۍ، تندلارۍ او افراطي ځواکونو ضد مبارزې پياوړې کړي، د سرحدې سيمو د کنټرول او ادارې په چارو کې دې همکارۍ ژورې او د سيمه ايز امنيت د ساتلو پياوړې شبکې دې جوړې کړي.

 چين غواړي د منځنۍ اسيا هېوادونو ته واکسين او د کرونا وبا ضد توکي برابر کړي او  د کرونا وبا ضد واکسين او د درملو توليدولو لپاره د توليدي همکاريو او د تېکنالوژيو د سپارلو چارې به زياتې کړي.

څلورم، يو له بل سره د تګ راتګ پر بنسټ څو اړخيزې لويې کورنۍ دې جوړې شي.

چين او د منځنۍ اسيا هيوادونه دې کولتوري تګ راتګ پياوړی او د فرهنګي مرکزونو جوړول چټک کړي، د کولتوري ميراثونو د ساتلو په هکله دې هر اړخيزې خبرې اترې وکړي او د ښځو، پوهانو او خبري رسنيو تګ راتګ دې زيات او خپلمنځي همکارۍ دې پياوړې کړي.

چين به د منځنۍ اسيا هېوادونو ته د سفر ډګرونه جوړ کړي او په دې سره به دغه پنځه هېوادونه د چينايانو د سفر او سیاحت هدفي ځايونه وګرځي. چين غواړي د چين او د منځنۍ اسيا د پنځو هېوادونو د دوستۍ فورم جوړ کړي او کوشش به وکړي، چې په راتلونکو پنځو نه تر لس کلونو پورې د چين او د دغو پنځو هېوادونو د دوستانه ښارونو شمير سلو ته پورته کړي.

پنځم، د ګردې ځمکې د سوله ايز پرمختګ ساتنه دې وشي

ما څه موده مخکې د ګردې نړۍ د پرمختګ وړانديز وکړ او نړۍ ته مې بلنه ورکړه، چې د ننګونو او خطرونو پر وړاندې ګډه مقابله وکړي او د ملګرو ملتونو د ۲۰۳۰ م کال د دواملرونکي پرمختګ اجنډا دې پرمخبوزي.

 چين به په راتلونکو دريو کلونو کې د منځنۍ اسيا يادو هېوادونو ته د ۵۰۰ ميليونو امريکايي ډالرو په ارزښت بې شرطه مرسته برابره کړي او د دغو هېوادونو د خلکو د ژوند د ښه کېدو په پار به وکارول شي. چين به د يادو هېوادونو ۵۰۰۰ کارکوونکو ته بلنه ورکړي، چې د چين په سمينارونو کې ګډون وکړي او د روغتيا، د بېوزلۍ له منځه وړلو او بزګرانو ته د ګټو رسولو، خپلمنځي تګ راتګ او د مالوماتو او تېکنالوژيو په ځينو برخو کې به مسلک کسان وروزي.

د يادو پنځو هېوادونو ولسمشرانو د چين له وړانديزونو مننه وکړه او د چين پرمختګ يې لوړ ارزيابي کړ او د سيمې او نړۍ د سولې او پرمختګ لپاره يې د چين خدمتونه وستايل.

دوی دا نظر وښود، چې د منځنۍ اسيا د پنځو هېوادونو او چين تر منځ د اړيکو پرمختګ نه يوازې خپل پرمختګ هڅولی شي، بلکې د سيمې د سولې او ثبات ساتنه هم کولی شي.

د يادو پنځو هېوادونو ولسمشرانو په خپلو خبرو کې څرګنده کړه، چې راتلونکې اونۍ د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون ته په تمه دي.